د ا.ا.ا د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له سرپرست سره په افغانستان کې د افغان ایډ دفتر مسؤل او ورسره مل پلاوي په خپل کاري دفتر کې وکتل

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۸ - ۸:۱۳
1

د افغان ایډ دفتر مسؤل ښاغلي چارليس ډيوې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له سرپرست وزير الحاج ملا محمد يونس اخندزاده سره  وکتل ښاغلي چارليس ډيوې د خپلو خبرو په پيل وويل چي اوس  په  افغانستان کې  ډاډ من امنيت راغلی او خوښي وښوده او زياته يي کړه چي مونږ په افغانستان کې د څلويښتو کالو راهيسي بشري او پرمختيايې پروژي عملي کوو چي يادي پروژي  لنډمهاله او اوږد مهاله پروژي دي او هم داراز  مونږ غواړو چي په افغانستان کې بنسټيزې پروژي پلي  کړو

 ورپسي  د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست په افغانستان کې د افغان  ايډ مرستندویه دفتر له فعالیتونو څخه د مننه وکړه او وويل چي د افغان ايډ دفتر کارونه د ستاينې وړدي  مونږ ستاسو د دوام داره مرستو  قدردانې کوو او هم داراز وزير صاحب  زياته کړه چي  يوازي بشري مرستې د افغانانو درد نشې دوا کولی  تاسو بايد د بشري مرستو تر څنګ  بنسټيز کارونه وکړئ او په پای کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست د افغان ایډ  د دفتر له مسؤل سره د افغانستان د اسلامي امارت د پالیسۍ له مخې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

او په اخير کې  ښاغلي چارليس ډيوې  د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې ددغه وزارت سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS