داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نېټه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو شرایط وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په لوره اسحاق زیو کلي کې د سربند، د سیند محافظوي دیوال او د کانال محافظوي دیوال (د (۱۴۸) متره سربند، (۳۴۹) متره د سیند محافظوي دیوال او (۸۲۱) مترو په اوږدوالي د کانال محافظوي دیوال) د جوړولو پروژې داوطلبۍ بهیر کې چې MRRD/1405/NCB/W- 438 تشخیصیه نمبر لرونکی دی ګډون وکړي، شرطنامه دې مستقیمآ د ملي تدارکاتو ریاست له برښنايي تدارکاتو سایټ څخه او یا هم د ملي تدارکاتو ریاست برښنايي تدارکاتو سایټ کې د خپل شرکت له ثبت او راجستر وروسته او د ثبت ټکټ له وړاندې کولو او راجستر وروسته، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د تدارکاتو له ریاست څخه د فلش ډیسک (Flash Desk) له لارې د ۱۴۰۵ کال د سرطان میاشتې له ۶ نیټې څخه د ۱۴۰۵ کال د سرطان میاشتې ۱۷ نیټې پورې د سهار له (۹) بجو څخه تر (۳:۳۰) بجو پورې تر لاسه کړي او خپل آفرونه په تړلي ډول د آفر تسلیمي ضرب الاجل سره سم د شرطنامې د درج شویو شرایطو سره سم د ۱۴۰۵ کال د سرطان میاشتې ۱۷ نیټه چهارشنبې ورځ د غرمې وروسته په ۲ بجو کابل ولایت، شپږمه ناحیه، دارالامان نیله باغ سړک، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
یادونه: ناوخته رسیدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
