تیره اونۍ په پنځو ولایتونو کې د پنځو ښوونځيو جوړولو کار پیل شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام د اقرا پروژې تر سیوري لاندې په پنځو ولایتونو کې د پنځو ښوونځيو جوړولو کار پیل شو. دا ښوونځي د بلخ په کلدار ولسوالۍ، د ننګرهار په کوز کونړ، د بادغیس په قادس، د زابل په نوبهار، او د هرات په کرخ ولسوالیو کې جوړیږي. دا ښوونځي به ۱۰ یا ۶ ټولګي، تشنابونه او د څښاک د پاکو اوبو څاګانې ولري او د دې پروژو په بشپړتیا سره به ۳ زره زده کونکي د ښوونې او روزنې وړ چاپیریال بیامومي.
