تیره اونۍ په هیواد کې دوه ښوونځي جوړ شول او په ۶ ولایتونو کې د۷ نورو ښوونځیو د جوړیدو چارې بشپړیدو ته نږدې دي

Ehsan_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۹ - ۱۴:۴۱
مکاتب

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت دولسي تړون ملي پروګرام د اقرا پروژې تر چتر لاندې تیره اونۍ دکابل ولایت په کلکان او میربچه کوټ ولسوالیو کې دوه ښوونځي جوړ اود نورو ۷ ښوونځیو دجوړیدو چارې د کندهار ولایت په ژیړۍ او میوند، دننګرهار ولایت په کوز کونړ، دکابل ولایت په ګلدرې، لوګرولایت په برکي برک، دکندز ولایت په خان اباد او دپکتیکا ولایت په سروبي ولسوالیو کې بشپړیدو ته نږدې شوي دي او ژر به ګټې اخستنې ته وړاندې شي.

 دا ښوونځي ۱۲، ۱۰.۸ یا ۶ ټولګي، تشنابونه او دڅښاک داوبو څاه ګانې لري او د جوړیدو پر مهال یې د تخنیکي اوغیر تخنیکي کارګرو لپاره ۱۷ زره او ۵۰۰ کاري ورځې را منځته کیږی.

باید ووایو چې جوړو شویو ښوونځیو د۴۳۰ زده کوونکو لپاره  دزده کړې وړ چاپیریال را منځته کړی او جوړیدونکي ښوونځي به ۱۸۳۴ زده کوونکو ته د زده کړې وړ چاپیریال را منځته کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS