تیره اونۍ د هیواد په ۵ ولایتونو کې د شپږو ښوونځيو ودانۍ جوړې شوې

mrrd-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۱ - ۱۴:۳
تکمیل کار ساخت شش باب مکتب در پنج ولایت کشور طی یک هفته‌ی گذشته

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د اقرا پروژې تر سیوري لاندې د میدان وردګو د حصه اول بهسود، د کابل په بګرامیو، د کندهار په میوند، د خوست په صبریو او د زابل په ارغنداب ولسوالیو کې د شپږو ښوونځيو ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

دا ښوونځي ۱۰، ۸ یا ۶ ټولګي، تشنابونه او د څښاک د اوبو څاه ګانې لري، د دې پروژو د پلي کیدا پر مهال تخنیکي او نا تخنیکي کارګرو ته زرګونه کاري ورځې هم رامنځ ته شوې وې.

یاده دې وې چې د دې ښوونځيو په جوړولو سره څه باندې ۳ زره زده کوونکو ته د ښوونې او روزنې وړ چاپیریال رامنځ ته شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .

BACK TO NEWS