« په سیمه کې دکلیوالي پرمختیا د کارنده ماډلونو پیژندنه او په افغانستان کې یې تطبیق» ورکشاپ تر سره شو

content_manager
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۷ - ۱۵:۴
برگزاری کارگاه آموزشی «معرفی مدل‌های کاربردی توسعه روستایی در منطقه و زمینه تطبیق آن در افغانستان»

د افغانستان د کلیو پراختیا انسټیټیوټ د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت وزارت ۶۰ تنو مرکزي کارمنانو ته او په انلاین بڼه ولایتي کارمنانو ته « په سیمه کې دکلیوالي پرمختیا د کارنده ماډلونو پیژندنه او په افغانستان کې یې تطبیق» تر سرلیک لاندې ورکشاپ تر سره کړ.

د دې ورکشاپ په ترڅ کې د افغانستان د کلیو پراختیا انسټیټیوټ د څیړنې او مطالعاتو د برخې همغږي کوونکي محمد انور انورزي او د جغرافیوي معلوماتو د ادارې کارپوه ډاکټر عبدالله برات د ګاندي، تایلنډ او د جاپان د یوه کلي یو محصول ماډلونه په هر اړخیز ډول وځیرل.

د ورکشاپ په پیل کې د وزارت مقام سلاکار شهزار ځدراڼ له کلیوالي ماډلو الهام اخستل نیک ګام وګاڼه او ویې ویل « د وزارت د مقام د مشرتابه ټينګار د کلیوالي اقتصاد د پرمختیا د ماډلو پر پیژندنه راټول دی او هیله هم داده چې له دې پروګرامونو څخه تر شونې کچې ډیره ګټه واخلو»

باید ووایو چې ګاندي، تایلنډ او د جاپان ماډلونو په اړوندو او نورو هیوادونو کې د سیمه ییزو بنسټونو د پیاوړتیا، ټولنیزې برابرۍ، د کلیو د ځان بساینې، د ټولنیزو بنسټونو د توانمنولو، د بې وزلۍ د کچې د ښکته کولو، د معیشیت د ودې او د خلکو د ژوندانه د کچې د لوړولو په برخه کې ارزښتناک رول لوبولی دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

BACK TO NEWS