په ننګرهار کې د ۳۷.۸۸ ميليونه افغانیو په ارزښت د ۲٫۰۲ کیلومتره په اوږد استنادي ديوال او د یو بولډروال جوړولو قراردادونه لاسليک شول

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزوارت د سېمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لوري د بهسودو په ولسوالۍ کې د څه باندې ۳۷ میليونه افغانیو په لګښت ۱۰۱۰ مترو په اوږدوالي د استنادی دیوال او د ۱۰۱۰ مترو په اوږدوالي بولډروال د جوړیدو هوکړه لیکونه د اړونده کلیوالی شوراګانو سره لاسلیک شو.
د ننګرهار کلیو پراختیا او بیارغونې رییس انجینر مجیب الرحمن ضیاء په وینا چی د دې پروژو په تطبیق سره به نږدي ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او په سلګونو کورونو د سیلابونو له ګواښ څخه وژغورل شي.