په بلخ کې څه باندې ۵۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۳ ښوونځیو د ودانیو جوړولو کار پیل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري څه باندې ۵۹ میلیونه او ۶ سوه زره افغانیو په لګښت د ۱۳ ښوونځیو د ودانیو د جوړولو کار د اقراء پروژې په چوکاټ کې د بلخ ولایت په نهرشاهي، بلخ، خلم، مارمل، دهدادي او کلدار ولسوالیو کې پیل شو. یاد ښوونځي چی ۱۲، ۸ او ۶ ټولګي لري، د نوموړو ولسوالیو د زرګونو تنو زده کوونکو لپاره د زده کړو ښه چاپیرل برابروي. د یادونې وړ ده چې د بلخ په ولایت کې ۱۶۷ ښوونځي جوړیږي چې د ۱۳۳ ښوونځيو د سروې او دیزاین کارونه بشپړ شوي.