په  بلخ کې  څه  باندې   ۵۹ میلیونه افغانیو په ارزښت  د  ۱۳ ښوونځیو د ود‌انیو  جوړولو کار پیل شو

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۸/۱/۲۶ - ۱۵:۳۱
بلخ

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري څه باندې ۵۹ میلیونه او ۶ سوه زره افغانیو په لګښت د  ۱۳ ښوونځیو د ود‌انیو  د جوړولو کار د اقراء پروژې  په چوکاټ کې د بلخ ولایت په نهرشاهي، بلخ، خلم، مارمل، دهدادي او کلدار ولسوالیو کې پیل شو. یاد ښوونځي چی ۱۲، ۸  او ۶ ټولګي لري، د نوموړو ولسوالیو د زرګونو تنو زده کوونکو لپاره د زده کړو ښه چاپیرل برابروي. د یادونې وړ ده چې د بلخ په ولایت کې ۱۶۷ ښوونځي جوړیږي چې د ۱۳۳ ښوونځيو د سروې او دیزاین کارونه بشپړ شوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS