د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي هم ګډون درلود، د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.
د لیدنې په پيل کې د ډنډ پټان ولسوالۍ قومي مشرانو خپلې شته ستونزې محترم وزیر صاحب سره شریکې کړې او وویل: په تېر وخت کې زموږ ولسوالۍ ته هیڅ پاملرنه نه وه شوې، زموږ ولس د پراختیايي پروژو نشتون سره لاس او ګریوان دي او په دې برخه کې ستاسو همکاري غواړو.
ورپسې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: موږ د ولس په خدمت کې یو، ځکه چې ولس تل زموږ ملاتړ کړی او زه تاسو ته پوره ډاډ درکوم چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت به د خپل شته امکاناتو سره سم ستاسو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
