د تړون ورکولو د پریکړې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
په دې توګه ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري ترڅو د یاد وزارت د مرکزي دفترونو د گرمولو لپاره د (۲۲۰۰۰) (دوه ویشت زره) کیلو ګرامه مایع ګاز تهیه او تدارک چې MRRD/1405/NCB/G-143 کوډ نمبر لرونکی دی ، د (۸۷۲۴۲) نمبر جواز لرونکی د عمران الهام لوژستیکي خدماتي شرکت ته په ۱۵۳۷۸۰۰ افغانیو اعطا کړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په یاده برخه کې هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره په لیکلې بڼه د دې اعلان له خپریدو څخه تر (۵) کاري ورځو پورې نیله باغ سړک، دارالامان، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د تړون لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته یادې شوې نیټې او د وروستي قانوني طی مراحل تر بشپړیدو به تړون لاسلیک نشي.
