د تړون ورکولو د پریکړې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
په دې توګه د ملي تدارکاتو د ۱۵/۱۲/۱۴۴۷ نیټې د ۲۰۰۷۲ شمیره خبرتیا په تعقیب ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري ترڅو د کنړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ په ګجرانو کلي کې د (۰،۱۷۰) کیلو متره اتصالي سړک په شمول د (۱۴۰) متره کیبلي پُل د جوړولو تړون چې MRRD/1405/NCB/W-338 تشخیصیه نمبر لرونکی دی ، د 0-D-39435 نمبر جواز لرونکی د میوند بلدرز ساختماني شرکت ته په ټولیز ډول ۴۸،۷۷۱،۷۰۰.۰۳ ( اته څلویښت میلیون اوه سوه یو اویا زره اوه سوه اعشاریه صفر درې افغانۍ) اعطا کړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په یاده برخه کې هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره په لیکلې بڼه د دې اعلان له خپریدو څخه تر (۵) کاري ورځو پورې نیله باغ سړک، دارالامان، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د تړون لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته یادې شوې نیټې او د وروستي قانوني طی مراحل تر بشپړیدو به تړون لاسلیک نشي.
