د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بغلان ولایت له والي سره وکتل
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بغلان ولایت له والي مولوي عبدالله مختار سره لیدنه وکړه.
د لیدنې په پيل کې د بغلان ولایت والي د یاد ولایت د ولسونو ستونزې محترم وزیر صاحب سره شریکې کړې او د لازیاتو پراختیايي پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.
ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د بغلان ولایت والي ته ډاډ ورکړ چې یاد وزارت به د دغه ولایت ولسونو ته د پراختیایې پروژو د پلي کولو په برخه کې کار وکړي او د خپلو شته امکاناتو او متوازن انکشاف سره سم به هر ډول اسانتياوې ورته برابرې کړي.
