د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د ځدراڼو قوم له جهادي او قومي مشر سره وکتل

noor_admin
Mon, Jul 20 2026 10:24 AM
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د ځدراڼو قوم له جهادي او قومي مشر الحاج عبدالرحمن ځدراڼ سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې الحاج عبدالرحمن ځدراڼ په هېواد کې له ډاډمن امنیت څخه خوښي څرګنده کړه او د پراختیايي پروژو د پلې کولو په برخه کې همکاري په ‌ډاګه کړه او وویل: ډیر د خوښي ځای دی چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د هېواد په ګوټ ګوټ کې د خلکو د اړتیاوو پربنسټ پروژې پلې کیږي او زموږ ولس ورڅخه ګټه پورته کوي.

ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب الحاج عبدالرحمن ځدراڼ ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: پکتیا یو جهادي ولایت دی، اسلامي امارت د هېواد ټولو ولایتونو ته په ځانګړې توګه محرومو او له اسانتیاوو څخه لرې سیمو ته ځانګړې پاملرنه لري، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت به د خپل شته امکاناتو سره سم په پکتیا ولایت کې لا زیاتې پروژې پلې کړي.

Latest news

Wed, Sep 23 2026 5:41 AM
Background image

معین امور آبادی دهات وزارت احیا و انکشاف دهات از دریای کنر دیدن نمود

بر اساس حکم ریاست‌ الوزراء امارت اسلامی افغانستان و فیصله معاونیت اقتصادی، وزرای محترم وزارت ‌های آب و انرژی، زراعت و مالداری، صنعت و تجارت، و الحاج محمد ارسلاح خروتی معین امور آبادی. . .

Mon, Aug 31 2026 6:43 AM
Background image

Coordination meeting held with representatives of institutions by the Ministry of Rural Rehabilitation and Development

A coordination meeting, led by His Excellency Al-Hajj Mullah Abdul Latif Mansour, Minister of Rural Rehabilitation and Development, was held this morning with representatives of. . .

Sun, May 17 2026 8:01 AM
Background image

The Honorable Minister of Rural Rehabilitation and Development met with the Ambassador of China and his accompanying delegation.

Honorable Alhaj Mullah Abdul Latif Mansoor, Minister of Rural Rehabilitation and Development, met today in his office with Mr. Zhao Xing, the Ambassador of China to Afghanistan, along. . .

BACK TO NEWS