د تړون ورکولو د پریکړې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د ساختماني شرکتونو د پام وړ!
په دې توګه د ملي تدارکاتو د ۱۵/۱۲/۱۴۴۷ نیټې د ۲۰۰۷۲ شمیره خبرتیا په تعقیب ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري ترڅو د پروان ولایت د سیدخیلو ولسوالۍ په قلعه سفید کلي کې د (۴۵۰) مترو په اوږدوالي د ګبیوني محافظوي دیوال د جوړولو تړون چې MRRD/1405/NCB/W- 1389 تشخیصیه نمبر لرونکی دی ، د ۸۲۲۹۴ نمبر جواز لرونکی د اطلس میهن ساختماني او سړک جوړولو شرکت ته په ټولیز ډول ۶،۵۶۸،۰۶۴ ( شپږ میلیون او پنځه سوه او اته شپیته زره او څلور شپیته افغانۍ) اعطا کړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په یاده برخه کې هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره په لیکلې بڼه د دې اعلان له خپریدو څخه تر (۵) کاري ورځو پورې نیله باغ سړک، دارالامان، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د تړون لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته یاده شوې نیټې او د وروستي قانوني طی مراحل تر بشپړیدو، تړون به لاسلیک نشي.
