د تړون ورکولو د پریکړې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د ساختماني شرکتونو د پام وړ!
په دې توګه د ملي تدارکاتو د ۱۵/۱۲/۱۴۴۷ نیټې د ۲۰۰۷۲ شمیره خبرتیا په تعقیب ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري ترڅو د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په حاجي رئيس کلي کې د (۱۷۵) مترو په اوږدوالي د استنادي دیوال د جوړولو تړون چې MRRD/1405/NCB/W-1395 تشخیصیه نمبر لرونکی دی، د ۱۰۰۲۲۱ نمبر جواز لرونکی د کیهان اصلان ساختماني او سړک جوړولو شرکت ته په ټولیز ډول ۳،۷۷۵،۰۹۰ (درې میلیون او اوه سوه او پنځه اویا زره او نوي افغانۍ) اعطا کړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په یاده برخه کې هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره په لیکلې بڼه د دې اعلان له خپریدو څخه تر (۵) کاري ورځو پورې نیله باغ سړک، دارالامان، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د تړون لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته یاده شوې نیټې او د وروستي قانوني طی مراحل تر بشپړیدو، تړون به لاسلیک نشي.
