د 50 عراده هونډا موټر سایکلونو د داوطلبۍ خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د تدارکاتو ریاست، ټولو شرایط لرونکو داوطلبانو ته بلنه ورکول کیږي څو د اداري او خدماتو ریاست د اړتیا وړ 50 جاپاني هنډا موټر سایکلونو MRRD-12/ADD-11/MOF/KBL/G/NCB/1403 کوډ لرونکی دي د چمتو کولو داوطلبۍ پړاو کې ګډون وکړي، د شرطنامې یو نقل دې د فلش ډیسک له لارې د 1403 کال د چنګاښ میاشتې له 24 نیټې څخه د 1403 کال د زمري میاشتې تر 14 نیټې پورې لاسته راوړي او خپل وړاندیزونه (آفرونه) د شرطنامې له درج شوي شرایطو سره سم په تړلي ډول د 1403 کال د زمري میاشتې د 14 نیټې د یکشنبې په ورځ د سهار په 11 بجو کابل ولایت، شپږمه ناحیه، دارالامان، نیله باغ سړک، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، دریم پوړ، تدارکاتو ریاست، د غیر مشورتي اجناسو او خدماتو آمریت ته وسپاري.
بې وخته او انټرنټي وړاندیزونه (آفرونه) د منلو وړ نه دي.
د وړاندیز (آفر) تضمین د بانکي تضمین په بڼه (60,000 شپیته زره) افغانۍ دي.
پته: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د تدارکاتو ریاست، د تدارکاتي توکو او غیرمشورتي خدماتو آمریت، څلورم منزل، د دارالامان واټ نیله باغ سړک کابل افغانستان.
د اړیکې شمیره: 0202520213