په کنړ ولايت کې د اوبو رسولو یوه جاذبوي شبکه ګټی اخيستنې ته وسپارل شوه

noor_admin
Thu, Jun 08 2023 12:45 PM
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې، د AHF مؤسسې په مالي ملاتړ او د SEARCH مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د کنړ ولایت د نورګل ولسوالۍ په شولیټ کلي کې د اوبو رسولو د یوې جاذبوي شبکې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

 په دغه شبکه کې د (۳۶) متر مکعب په ظرفیت سره د اوبو یوه ذخیره، د (۱۷) عدده شیردهنونو نښلول او (۲۳۰۰) متره پايپ غځول شامل دي چې د دریو میاشتو په موده کې بشپړه او (۱۱۰) کورنۍ د څښاک پاکو اوبو څخه برخمنې شوې.

 د یادونې وړ ده چې په یاد کلي کې د حفظ الصحې د مراعتولو په موخه (۶) عدده عامه مبرزونه جوړ او د روغتیا ساتنې (۴۰۰) کیټونه وویشل شول.

Latest news

Sat, Nov 15 2025 9:02 AM
Background image

Work Begins on a Large Gabion Wall in Helmand Province by the Honorable Minister of Rural Rehabilitation and Development

The work on the construction of a large gabion wall in the Qala Gaz area of Grishk District, Helmand Province, was inaugurated today by His Excellency the Minister of Rural. . .

BACK TO NEWS