په خوست ولایت کې د اوبو رسولو د (۱۶) شبکو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

noor_admin
Mon, May 29 2023 3:14 PM
4

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې، د یونیسف ادارې په مالي مرسته او د (OCHR) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د خوست ولایت په مرکز متون او سپیره، نادرشاه کوټ، اسمعیل خیل مندوزي او تڼیو ولسوالیو کې د نږدې ۴۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د (۱۶) شبکو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

 د خوست ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس عنایت الرحمن جلالي د شبکو د څرنګوالي په اړه وویل : په یادو شبکو کې د اوبو رسولو نلکې ، د اوبو ۹ ژور څاه ګان ، د لمریزې برېښنا ۳۵۰ سولري ښیښې، د احاطې دېوالونه او د اوبو ذخیره کولو ۱۲ کانګریټي ټانکۍ شامل دي چې په بشپړیدو سره يې د یادو شویو سیمو نږدې ۱۹۴۴۶ کسان د څښاک پاکو اوبو څخه برخمن شول او د تطبیق پر مهال یې د ځایي سیمو لسګونه خلکو ته کاري فرصتونه هم برابر شوي وو.

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:15 PM
Background image

The Honorable Minister of Rural Rehabilitation and Development Meets with the Head of UNDP

The Honorable Hajj Mullah Abdul Latif Mansoor, Minister of Rural Rehabilitation and Development, met this morning in his office with Mr. Stephen Rodrickes, Head of the United Nations. . .

Thu, Nov 27 2025 9:09 AM
Background image

Construction of 42 Safe Drinking Water Networks Begins in Paktika Province

The construction of 42 safe drinking water networks in the districts of Gomal, Wazikhwa, Dila, Khushamand, Janikhel, Char Baran, and Shakin of Paktika Province has officially begun. . .

Sun, Nov 23 2025 8:56 AM
Background image

The work on the digging of (40) clean water wells has begun in the Maidan Wardak province

The Minister of Rural Rehabilitation and Development, Honorable Haji Mullah Mohammad Yonus Akhundzada, officially launched the project today in a ceremony held in Maidan City, Narkh,. . .

BACK TO NEWS