د کلیو د بیارغوني او پراختیا ریاست په همکارۍ په کاپیسا ولایت کې د خوراکي توکو ویش

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ او همغږۍ، د نړیوال بانک په مالي مرسته او د (CHA) مؤسسې په همغږۍ د کاپیسا ولایت په حصه دوم کوهستان ولسوالۍ کې د (۱۷) معلول، بې سرپرسته او اړمنو کورنیو لپاره د خوراکي توکو بستې وویشل شوې. دغه خوراکي بستې د (۱۰۰۰۰) افغانیو په لګښت سره ده چې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴،۵ کیلو وریجې، ۱۴ کیلو بوره، ۱۶ لیټره غوړي، ۱۴ کیلو لوبیا، ۲ کیلو چای، یوه بسته صابون او یوه بسته مالګه شامله ده چې د سروې او پیژندنې وروسته هرې کورنۍ ته وویشل شول.