په میدان وردګ کې د ۷ څاه ګانو د کیندلو کار پیل شو
د کلیوبیارغونې اوپراختیا وزارت د اوبورسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ په بیلابیلو کلیو کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په ارزښت د څښاک دابو د ۷ څاه ګانو د کیندلو چارې پیل شوې.
باید ووایو چې ددې څاه ګانو په کیندلو سره به نږدې ۱۵۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
