په بلخ کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۸.۹ کیلومتره سړک د جوړولو کار پیل شو
د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لارجوړونې ملي پروګرام له لوري د بلخ ولایت د مارمل ولسوالۍ له مرکز څخه تر باغچه قطي کلي پورې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۸.۹ کیلومتره کانکریټي سړک او اوبو وتلو د لارو د جوړولو کار پیل شو.
ددې پروژې په ترڅ کې ۱۴ زره او ۹۵۰ کاري ورځې رامنځته شوي او په جوړیدو سره به یې ۱۴ زره کورنۍ د لومړنیو خدمتونو مرکزونو ته د لاسرسي اسانتیا تر لاسه کړي.
