بلخ ولایت کې د اوبولګولو د کانال پروژه بشپړه شوه
په بلخ ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د اوبو لګولو د کانال پروژه چې نږدې ۲ میلیون افغانۍ ارزښت لري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د دغې پروژې په ترڅ کې د دغه ولایت د نهر شاهي ولسوالي په شهرک کوهنه کلي کې د ۲۲۵ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو کانال جوړ شو.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال چې د ایټالیا له لوري تمویل شوې ۱۵۲۹ کاري ورځې رامنځته شوي او د سیمې ۱۰۵۰ اوسیدونکي لدغې پروژې ګټه پورته کوي. د یادونې وړ ده چې د دغه کانال له لارې د سیمې ۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راغلې ده.
