د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت او کلیوالي سرکونه

content_manager
Tue, Sep 17 2019 8:59 AM
سرکسازی

د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت هڅه کوي، چې د افغانستان ټول کلیوالي سړکونو جوړ کړي، خو امکاناتو ته په پام سره به په لومړني پړاو کې هغه کلیوالي سړکونه جوړیږي، چې زیات اقتصادي ارزښت  ولري او د خلکو ورته تر ټولو ډېره اړتیا وي.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د کليوالي سړکونو د ملي پروګرام له لوري په کال ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کال کې راټول شوي، مالومات ښيي، چې افغانستان ټول ۱۲۱ زره کیلومتره سړک لري، چې ۴۳ زره کیلومتره یې ملي سړکونه، د ولایتونو او ولسوالیو ترمنځ غځيدلي سرکونه دي او پاتې ۷۸ زره کیلومتره سړک په کلیو کې دي.
له دې ۷۸ زره کیلومتره سړک له جملې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت توانیدلي، چې ۴۳ زره کیلومتره  درېمه درجه سړک  جوړ او یا ورغوي، د ۶ زره کیلومتره سړک ساتنه او څارنه شوې او د پاتې ۳۶ زره کلیومتره سړک د بیارغونې او جوړونې لپاره هڅې کېږي،  چې مالي او نور امکاناتو د پیدا کولو لپاره یې اوس کار روان دی.
د کلیوالی سړکونو د  نوې کړنلارې له مخې چې د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري جوړه شوه او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له لوري په پرنسيپ کې تائید شوې، په راتلونکو لسو کالونو کې به ۳۶ زره کیلومتره کلیوالي سړکونه په کانکریټي، جغل اچولو او اسفالټ په ډول جوړیږي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د خپلو همکارانو په مرسته له ۲۰۰۱ کال څخه را پدېخوا ۴۳ زره کیلومتره سړک جوړ کړي، چې  په دې کې د بدخشان ۷۵۱ کیلومتره حلقوي سړک هم شامل دي.
همدرنګه د کليو بیارغونې  او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړولو ملي پروګرام له لوري د ۲۰۰۰ کیلومتره سړک څارنه او مراقبت هم شوي.
په دې پروژو کې له ۱۳۹۷ کال د جدي میاشتې څخه د ۱۳۹۸ کال د اسد پورې  ۳۶ ميليونه او ۷۲۹ زره امریکايي ډالره لګښټ شوي.
یاد سړکونه، ولایتونه، له ولسوالیو او کلیو سره نښلوي، چې د کليوالي خلکو ښارونو ته تګ اسانوي او محصولات یې په وخت  د خرڅلاو بازارونو ته رسوي.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت کاري ماموریت دی، چې درېمه درجه  کلیوالي سړکونه ورغوي، چې ميليونونه خلک به ترې ګټه اخلي او د دوی په ژوند به مثبت تاثیر لري.

Latest news

Mon, Feb 02 2026 9:15 AM
Background image

Coordination Meeting Held Between the Ministry of Rural Rehabilitation and Development and Representatives of Institutions

Today, before noon, under the leadership of the Honorable Minister of Rural Rehabilitation and Development, Al-Haj Mullah Abdul Latif Mansoor, a coordination meeting was held with. . .

Sun, Jan 25 2026 3:15 PM
Background image

The Honorable Minister of Rural Rehabilitation and Development Meets with the Head of UNDP

The Honorable Hajj Mullah Abdul Latif Mansoor, Minister of Rural Rehabilitation and Development, met this morning in his office with Mr. Stephen Rodrickes, Head of the United Nations. . .

Thu, Nov 27 2025 9:09 AM
Background image

Construction of 42 Safe Drinking Water Networks Begins in Paktika Province

The construction of 42 safe drinking water networks in the districts of Gomal, Wazikhwa, Dila, Khushamand, Janikhel, Char Baran, and Shakin of Paktika Province has officially begun. . .

BACK TO NEWS