په بغلان ولایت کې څه باندې د ۱،۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د کرنیزو ځمکو د اوبو لګولو کانال د جوړولو کار بشپړشو

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د څه باندې ۱،۸ ميليونه افغانیو په ارزښت د کرنیزو ځمکو د اوبو لګولو کانال د جوړولو کار د بغلان ولایت د بغلان جدید ولسوالۍ د سرک ۹ کلي د پراختیایي شورا لخوا بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه کانال ۴۵۰ متره اوږدوالی لري چې د نوموړې پروژې د کار په بهیر کې فني او غیر فني کاریګروته ۱۲۸۲ کاري ورخې رامنځته شوې وې. د یادونې وړ ده چې له یاد کانال به ۱۵۵ کورنۍ ګټه اخلي او څه باندې ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبوي.