د څه باندې 8 میلیون افغانیو په ارزښت د کندهار د ارغستان په ولسوالۍ کې د کارېزونو چارې اویا سلنه بشپړې شوې

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱/۱۳ - ۱۱:۴۷
قندهار

د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لوري د څه باندې 8 میلیون افغانیو په ارزښت د کندهار د ارغستان ولسوالۍ په مهمندزیو او سپینه ګاړه کلیو کې د اوبو لګولو د کاریزونو د تطبیقیدونکو پروژو کار اویا سلنه بشپړ شوی، چې له ټاکلي مهال ویش سره سم به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د دې پروژو په کاري بهیر 3970 کاري ورځې رامنځته او په بشپړیدو به یې د سیمې نږدې 100 هکټاره کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راشي چې 5425 ځايي اوسیدونکي به ترې ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS