د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۰:۳۱
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له والي الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه ولایت والي په یاد ولایت کې د پراختیايي پروژو په اړه محترم وزیر صاحب ته معلومات ورکړل او وویل: موږ ډېر خوشحاله يو چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت تل زموږ ولس ته پاملرنه او ستونزو ته يې پروخت رسېدنه کړې ده، خپلې شته ستونزې محترم وزیر صاحب سره شریکې کړې او په دغه ولایت کې د لازیاتو پراختیايي پروژو د پلې کولو غوښتنه وکړه.

ورپسې محترم وزیر صاحب د فراه ولایت والي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د هېواد ټولو ولایتونو ته په ځانګړې توګه محرومو او له اسانتیاوو څخه لرې سیمو ته ځانګړې پاملرنه لري، زمونږ وزارت به د خپل شته امکاناتو سره سم په فراه ولایت کې لا زیاتې پراختیايي پروژې پلې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۰:۳۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له والي الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۴:۴۲
Background image

په غزني ولایت کې د یوه اوسپنیز کانکریټي پُل د جوړولو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي او مل پلاوي له خوا د غزني ولایت د آب بند ولسوالۍ په دالانو کلي کې د شاوخوا (۲۳) میلیونه افغانیو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۶:۴۷
Background image

په فاریاب ولایت کې د اوبو رسولو یوې شبکې د کار له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د فاریاب ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست انجنیري او تخنیکي ټیم د دغه ولایت د قرمقول ولسوالۍ په حلیم مخدوم کلي کې د اوبو رسولو یوې شبکې د کار له بهیر څخه چې د (۱۴۷) زره امریکایي. . .

BACK TO NEWS