په جوزجان او سرپل ولايتونو کې د پاکو اوبو رسولو (۱۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

noor_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۹:۱۸
1

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د جوزجان ولايت په آقچې، فیض‌اباد، خانقاه، خواجه دوکوه، مردیان، منګجیک ، قوش‌تیپې او  د سرپل ولایت په سانچارک، سوزمه قلعه او ګوسفندې ولسوالیو کې د څه باندې (۲) میلیون امریکایي ډالرو په لګښت د پاکو اوبو رسولو (۱۴) شبکو د جوړولو چارې نن د دغه وزارت محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب او مل پلاوي له خوا د يوې غونډې په ترڅ کې پيل شوې.

په دې غونډه کې  د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، د یاد وزارت د پلان او پاليسي معين مولوي شرف‌الدین مسلم، مل پلاوي، د جوزجان ولايت والي الحاج گل حیدر شفق صاحب، د جوزجان د استخباراتو ریئس مولوي محمد هاشم شفیق صاحب د جوزجان او سرپل ولايتونو د کليو د بيارغونې او پراختيا رياستونو ریئسانو یو شمېر نور مسئولینو، علماء کرامو، سپین‌ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په دغه مراسمو کې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب  وینا وکړه او وویل: موږ هڅه کوو چې د خپلو موجودو امکاناتو څخه په استفادې او د خلګو اړتياوو ته په کتو د هېواد په لرو پرتو سیمو کې پرمختیايي پروژې تطبیق او عملي کړو.

د يادو شبکو د کار په جريان کې به سلګونه تنه کاريګرو ته د کار زمينه برابره او په بشپړېدو سره به یې شاوخوا (۵۶۲۹) کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۹:۱۸
Background image

په جوزجان او سرپل ولايتونو کې د پاکو اوبو رسولو (۱۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د جوزجان ولايت په آقچې، فیض‌اباد، خانقاه، خواجه دوکوه، مردیان، منګجیک ، قوش‌تیپې او  د سرپل ولایت په سانچارک، سوزمه قلعه او ګوسفندې ولسوالیو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۹:۸
Background image

د جوزجان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په انګړ کې د یو محراب مسجد شریف د جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت  محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب،د ياد وزارت د پلان او پاليسي  معين مولوی شراف الدين مسلم، مل پلاوي او د‌ ياد ریاست رئیس مولوي اسدالله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۹:۱۰
Background image

په کندز ولایت کې د بيا راستنېدونکو کډوالو لپاره د څښاک پاکو اوبو رسولو يوې شبکې د بنسټ ډبره کيښودل شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د کندز ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې د بيا راستنېدونکو کډوالو په ښارګوټي کې د څښاک پاکو اوبو رسولو  یوې شبکې د جوړولو بنسټ ډبره د څه باندې (۳). . .

BACK TO NEWS