په کنړ کې څه باندې د ۱،۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو د شبکې د جوړولو کارونه روان دي

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري څه د باندې ۱،۱۴ میلیونه افغانیوپه لګښت د څښاک اوبو د یوي شبکې د جوړولو کار د کنړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ اړوند د غونډي په کلي کې روان دی، دغه شبکه چې ۸ انچه قطر او ۹۰ متره ژوروالی لري، تر اوسه ۲۵ سلنه کار بشپړ شوی، او له بشپړیدو وروسته به ۴۴ کورنۍ ترینه ګټه اخلي.