په بادغیس کې د درو پروژو چارې د ۵ ميليونه افغانیو په ارزښت روانې دي

د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د بادغیس ولایت په مقر ولسوالۍ کې د پنځو میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د دورو پروژو چارې روانې، چې په دوو نورو اوونیو کې به بشپړې شي.
د دې پروژو د جوړولو په کاري بهیر کې ۳۶۰ کسانو ته کار پیدا شوي او د سیمې ۵۰۰ کورنیو ته به د څښآک پاکې اوبه برابروي.