د ښوونې او روزنې لیواله اتلان

mrrd_admin
د ښوونې او روزنې لیواله اتلان

د اول خان کلي د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ په یوه غرنۍ سیمه کې پروت دی. د کښت وړځمکې یې ډیرې کمې دي. ډیری خلک یې د ځمکو په کر کیله او مالدارۍ بوخت دي. د سیمې خلک د بیوزلۍ او نادارۍ تر څنګ یې تل ښوونې او روزنې ته خپله لیوالتیا ښودلې خو د کلې ماشومان او نجونې کلونه کلونه په یوه نا مناسب چاپیریال او په شخصې کورونو کې خپلې زده کړې کوي.

کله چې د ۱۳۹۷ کال په لړم میاشت کې د ولسي تړون ملي پروګرام د اقرأ پروژې تر سیوري لاندې د ښوونځیو د ودانیو دجوړولو کار پیل شو د خوست ولایت لپاره ټول ټال ۱۴۵ ښوونځۍ په پلان کې ونیول شوي چې د دې ډلې څخه یوه هم د اول خان کلې د نجونو لمړنۍ ښوونځۍ وه. له بده مرغه په دې کلي کې د ځمکو د کمښت په وجه د ښوونځۍ د جوړیدو لپاره مناسب ځای نه وو د کلي خلک چی د کلونو کلونو راهیسې په خپل کلي کې د یوې ښوونځۍ په ارمان شپې او ورځې تیرولې نو د کلي خلک سره جرګه شول تر څو د ښوونځۍ د جوړیدو ځای پیدا کړي. تر ډیرو مشورو وروسته چې هر څومره سوچ یې وکړ داسې ځای پیدا نشو چې ښوونځۍ پکې جوړه کړي. خلک ټول ناهیلې شول او سوچ یې وکړ کوم چانس چې په لاس ورغلی د ځمکې د نشتون په وجه به یې ټول خوبونه په اوبو لاهو شي.

پدې وخت کې د پوهنې اتل، وکیل شاه خان د اول خان کلي د پراختیایي شورا رئیس او یو ډیر بی وزله او غریب سړی چې د کورنۍ شمیر یې ټول ۱۳ کسان دی او میاشتنې عاید یې پنځه زره افغانۍ دی د کلي د خلکو مرستې ته یې ور و دانګل. خپله وکیل شاه خان د یوې دینې مدرسې کاسټر موټر چلوي چې میاشتنۍ تنخواه یې ۳۵۰۰ افغانۍ ده. یو زوی یې درزي دی چې میاشتنی عاید یې د یو نیم نه تر دوه زره افغانیو پورې رسیږي. هغه د کلیوالو د کلونو ارمان د پوره کولو لپاره په خوشحاله خوله او ورین تندي خلکو ته وویل:« تاسو مه مایوسه کیږئ. ستاسو او زما ارمان د ښوونځۍ جوړیدل دي. زه نور نشم زغملی چې د کلي زده کوونکي چې زما خپل ماشومان غوندې دي له زده کړې نه محروم  پاتې شي. زه حاضر یم خپله دوه نیم  جریبه کرنیزه ځمکه د کلي د ښوونځۍ جوړیدو ته وقف کړم».

د کلي یوه اوسیدونکي رحیم خان پکتین چې د طب محصل دی، وایي «وکیل شاه خان ټول خلک پیژني چې یو بیوزله سړی دی. دا چې هغه د یو ملي فکر پر بنسټ دا ځمکه چې نژدې پنځه ملیونه افغانۍ ارزښت لري د خپل کلي د اولادونو د ښې روزنې په موخه د ښوونځۍ جوړولو ته وقف کړی ده ، دا د اتلولۍ کار دی. موږ مننه ترې کوو

اوس د دغه  ښوونځۍ د جوړیدو کار پیل شوی او ۴۳ سلنه پرمخ تللی دی. نوموړې ښوونځۍ چې ۱۲ درسې خونې ۲ اداري دفترونه، ۵ تشنابونه او ۲۵۰ متره د احاطې دیوال لري په بشپړیدو سره به  یې۵۰۰ زده کوونکو ته سالم درسي چاپیریال رامنځته شي.