په کندز کې د ۳ میلیونو افغانیو په ارزښت دوه پرمختیايي پروژې بشپړې شوې

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۲۹ - ۱۰:۱۶
کندز

د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د لمانځنې په ویاړ د کلیو بیا رغونې او پرمختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام له خوا د کندز د علي اباد ولسوالۍ په حاجي حفیظ کلي او د ولایت د مرکز په ترکمنانو کلي کې، د نږدې ۳ میلیونو افغانیو په ارزښت دوه پروژې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.
له دغو دوو پروژو یوه یې د ۲.۲ کیلو متره سړک کانکریټول او بله یې د ۱۳ څاګانو ایستل او د اوبو رسولو یوه شبکه رامنځ ته کول وو.
۵۳۹ کورنۍ د پروژو په بشپړتیا سره له ګټې برخمنې شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۰:۵۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د هېواد په (۲۳) ولایتونو کې د (۲۱۵۳) بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت تر چتر لاندې او د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام په همغږۍ د هېواد د (۲۳) ولایتونو (۳۸) ولسوالیو په (۲۱۵۳) کلیو کې د شاوخوا (۸۷) میلیونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۱:۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د دایکندي ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د دایکندي ولایت له والي مولوي تورجان احمدي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

BACK TO NEWS