په کندزکې څه باندې ۲ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانیوپه لګښت د دریو پراختیایي پروژو کارونو روان دي

content_manager
شنبه ۱۳۹۸/۱/۳۱ - ۵:۳۴
کندز

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري څه باندې د ۲ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د دریو پراختیایي پروژو کارونه د کندوز ولایت د علي آباد ولسوالۍ اړوند د دحاجي سید احمد او میرشیخ سبزعلي په کلیو کې روان دي. دیادو دریو پروژو له جملې څخه د حاجي سیداحمد پراختیایي شورا ته د ۱۲۰ متره په اوږدوالي د اوبو لګولو کانال او د میرشیخ سبزعلي پراختیایي شورا ته دوه حقابې او یو ترناب جوړیږي چې تراوسه یې ۷۵ سلنه کار بشپړ شوي او پاتې نور به یې په نږدې راتلونکې کې سرته ورسیږي. د یادولو وړ ده چې په دغه پروژه کې به ۳۰۴ ماهرو او ۱۴۴۲ غیر ماهرو کاریګرو ته ۱۷۴۶ کاري ورځې رامنځ ته شي او هم به ۳۰۴ کورنۍ په مستقیم ډول ترې ګټه اخلي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۵:۴۱
Background image

د بدخشان ولایت د واخان سړک خامه چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بروغیل له سرحد څخه تر چین هېواد پولې پورې د (۳۶۵) میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د (۱۲۱) کیلومتره خامه سړک د جوړولو چارې، چې په دوو فازونو کې د کلیو د. . .

BACK TO NEWS