په پکتیکا ولایت کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه پرمختیايي پروژې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې

content_manager
شنبه ۱۳۹۸/۶/۲ - ۱۰:۲۳
Paktika

د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د لمانځنې په ویاړ د کلیو بیا رغونې او پرمختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام له خوا د پکتیکا ولایت په مرکز شرنه او یحیی خیلو ولسوالۍ کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه پرمختیايي پروژې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې یوه پروژه د یحیی خیلو ولسوالۍ په عقل الدین کلي کې د ۱۹۶۸ متره اوږده د څښاک د پاکو اوبه رسونې شبکه وه چې ۷ نلونه لري او په ۲۴ ساعتونو کې ۸۳ کورنیو ته ۲۵ لیتره اوبه برابروي.
بله پروژه د شرنې په مرکز یاروال کلي کې د اوبه خور ۴۳۹ متره اوږد او ۸۰ سانتي لوړ کانال دی چې ددې چارې په ترڅ کې ۱۰۲۵ فني او نا فني کارګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه. دا کانال به د ۲۵۰ جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبولو لامل وګرځي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS