په پروان کې به د ۶۲۶ ميليونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو شبکې چارې ژر بشپړې شي

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۸/۲/۳۰ - ۱۲:۴۳
پروان

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت سیمه ییز پروګرام په پروان ولایت کې د ۶۲۶ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو کار روان دی، چې د دې کال(۱۳۹۸) په اوږدو به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

د دغې پروژې په لړ کې چې له ملي بودیجې تمویل شوې د پروان ولایت د سالنګ ولسوالي د کوک لامې سیمې د طبیعي چینې اوبه د ۵۰۰ ملي پولي ایټیلین ۳۲۰۰۰ متره غزیدلي پیپ له لارې د دغه ولایت د چاریکارو ښار ته رسول کیږي.

د پروژې په اوږدو کې د پیپ پر غزولو سربیره ۴ د اوبو د فشار د ماتولو، د هوا ۳۲ تصفیوي، ۴ د خړې د پاکولو، یو کنټرولي او ۵ د اوبو د ویش والونه او همدا راز په چاریکارو کې د اوبو زیرمتون چې د دوه نیم میلیون لیتره اوبو د زیرمه کولو وړتیا لري هم جوړیږي.

د جمهور رییس له حکم سره سم پدغې پروژه کې کارول کیدونکی پیپ د هیواد تولیدي پیپ دی له همدې امله ویلی شو چې دغه پروژه د سیمې اوسیدونکو ته د څښاک د پاکو اوبو د چمتو کولو تر څنګ د خصوصي سکټور د ودې په برخه کې هم ځانګړی اهمیت لري.

د دغې پروژې د تطبیق پر مهال ۶۵ زره کاري ورځې رامنځته چې له بشپړیدو سره سم به په لومړي پړاو کې د پروان د چاریکارو ښار او شا او خوا سیمو ۱۲۰ زره اوسیدونکو ته د څښاک پاکې اوبه چمتو کړي.

دغه پروژه به د روان لمریز کال تر پایه بشپړه چې د اوبو رسولو دغه شبکه به په یوه ثانیه کې د څښاک د ۱۶۲ لیتره اوبو د چمتو کولو وړتیا ولري او پدې توګه به د سیمې هر اوسیدونکی به د ورځې د څښاک ۵۰ لیتره پاکو اوبو ته لارسی ومومي .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS