په غور ولایت  کې د ۱۵ ميليونه افغانیو په ارزښت د ۳ زره متره اوږد سړک د جوړولو کار روان دي

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۸ - ۱۳:۵۲
غور

 د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لوري د غور  ولایت  د لعل او سرجنګل ولسوالي په شیهه کلي کې د 3 زره متره سړک د جوړولو  کار  42 سلنه مخ ته تللی چې ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دغې پروژې د تطبیق پر مهال چې څه باندې 15 میلیون افغانۍ لګښت لري او له ملي بودیجې تمویل شوې 4472 کاري ورځې رامنځته او 7890 ځايي اوسیدونکي به ترې په مستقیم ډول ګټه پورته کړي.
دغه سړک به چې 9 متره سور لري مارکیټونو ته د ځايي اوسیدونکو د محصولاتو د رسولو په اړه آسانتیاوې رامنځته کړي او د دوی د اقتصاد  په ښه کولو کې به ګټور پریوځي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS