په خوست ولایت کې د څه باندې ۱،۳ ميليونه  افغانیو په ارزښت د څښاک  اوبو شبکه ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۳۱ - ۶:۵۳
Khost

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري څه باندې ۱،۳ ميليونه افغانیو په ارزښت د څښاک د پاکو اوبو د پروژې د جوړولو کار د خوست ولایت د اسمعیل خیلو(مندوزیو) ولسوالۍ د  پاس علیوات کلي کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. دغه پروژه د  ۲۳۵۰۰ مکعبه متره اوبو د زیرمې ظرفیت لري  چي لمریزه بریښنا هم ورته په پام کې نیول شویده. د نوموړې پروژې  د جوړولو په کاري  بهیر کې ۶۴۰ فني او غیر فني کاریګروته  د کارزمینه برابره شویده چې ۱۲۰ کورنۍ به ترینه ګټه اخلي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۰:۵۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د هېواد په (۲۳) ولایتونو کې د (۲۱۵۳) بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت تر چتر لاندې او د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام په همغږۍ د هېواد د (۲۳) ولایتونو (۳۸) ولسوالیو په (۲۱۵۳) کلیو کې د شاوخوا (۸۷) میلیونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۱:۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د دایکندي ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د دایکندي ولایت له والي مولوي تورجان احمدي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

BACK TO NEWS