په  بلخ  ولایت کې به سږ کال ۹۸۱ ميليونه افغانیو په ارزښت ۳۹۱ پرمختیايي پروژې پلي شي

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۱۵ - ۱۳:۴۸
بلخ

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي نن  د بلخ  ولایت د ځینو قومي مشرانو سره  د یاد ولایت د ستونزو د اوریده په موخه ولیدل.

د لیدنې په پیل کې د بلخ  ولایت قومي مشرانو د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د پلي شویو پروژو څخه خوښي څرګنده کړه، چې په  ښه کیفیت او روڼتیا سره پلي شوي او ورپسې د خپلې سيمې ستونزې او غوښتنې د کليو بیارغونې او پراختیا له وزیر سره شریکې کړې، چې د څښاک اوبو او د ولسي تړون ملي پروګرام نورو ولسوالیو ته غځول یې مهمې وبللې.

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر دوی ته وویل،" چې سږ کال به په بلخ  کې د ۹۸۱ميليونه افغانیو په ارزښت ۳۹۱ پرمختیايي پروژې په بېلابېلو سکتورونو کې پلي شي او د دې ترڅنګ  په بلخ کې  ۱۳۹ ښوونځيو د ودانیو جوړولو چارې روانې دي."

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر زیاته کړه، چې  د ولسي تړون ملي پروګرام  د بلخ ولایت چهارکنت، خلم، مارمل او بلخ ولسوالۍ تر پوښښ لاندې راوستي، چې  په کې  څه باندې ۳۵۰ پروژو کارونه روان دي او ولسي تړون به  په لسو کالونو  کې د هېواد هر کلی تر خپل پوښښ لاندې راولي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS