د یونیسف ادارې سیمه‌ییزې سلاکارې د افغانستان د (واش) سکټور له شریکانو سره ناسته درلوده

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۳۱ - ۷:۵
RU - WATSIP

د سویلي آسیا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې یا «یونیسف» د (واش) سلاکارې، آغلې «تېریز ډولي» په کلیو بیارغونې او پرمختیا وزارت کې د هېواد د څښلو د اوبو، حفظ‌الصحې او پاکوالي یا (واش) سکټور له شریکانو سره وکتل.

په دغه ناسته کې چې پرون (دوشنبه) ترسره شوه د کلیو بیارغونې او پرمختیا وزارت، د عامې روغتیا وزارت، پوهنې وزارت او په افغانستان کې د یونیسف ادارې د (واش) کارکوونکو برخه اخیستې وه.

د آغلې «تېریز ډولي» په خبره، ددغې ناستې هدف په افغانستان کې د (واش) د پروګرام له فعالیتونو او پرمختګ څخه څارنه او همدارنګه دا ډاډمنول و چې دغه پروګرامونه د یونیسف ادارې له موخو سره سم روان دي.

د کلیو بیارغونې او پرمختیا وزارت د حفظ‌الصحې او پاکوالي د څانګې مسوول ډاکتر محمد جاوېد، چې په دغه ناسته کې یې په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو، روغتیاساتنې او اوبو لګولو د ملي پروګرام د (واش) پروګرام تشریح کولو وویل، په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې ملي پروګرام د هېواد په کلیوالي سیمو کې د ټولنې په مشرۍ د کاملې حفظ‌الصحې طریقه (سي‌ال‌ټي‌اس) طریقه تطبیق او همغږې کوي، ځکه چې دغه طریقه د پخوانیو طریقو په پرتله، چې په لړ کې یې له خلکو سره مالي مرستې کېدې، په خلاصه فضا کې د رفع‌حاجت په ختمولو او د مبرزونو د کارولو لپاره د خلکو په تشویق کې ډېر اغیزمنه ثابته شوې ده. نوموړي څرګنده کړه چې ددغې طریقې په مرسته، تر دې دمه د هېواد (۱۵) ولسوالۍ او څه باندې (۵،۰۰۰) کلي په خلاصه فضا کې له رفع‌حاجت او چټلیو څخه پاک شوې دي. ډاکتر محمد جاوید زیاته کړه چې تر راتلونکي کال پورې به (۳۰) نورې ولسوالۍ پاکې اعلان شي او دغه راز به دوی د حفظ‌الصحې یوه ملي سټراټیژي ترتیب کړي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۵:۴۱
Background image

د بدخشان ولایت د واخان سړک خامه چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بروغیل له سرحد څخه تر چین هېواد پولې پورې د (۳۶۵) میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د (۱۲۱) کیلومتره خامه سړک د جوړولو چارې، چې په دوو فازونو کې د کلیو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

BACK TO NEWS