د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د ننګرهار ولایت د والي مرستیال سره وکتل
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار ولایت د والي مرستیال مولوي غلام الرحمن حیدري سره لیدنه وکړه.
د لیدنې په پيل کې د ننګرهار ولایت د والي مرستیال په یاد ولایت کې د پراختیايي پروژو په اړه محترم وزیر صاحب ته معلومات ورکړ او وویل: موږ ډېر خوشحاله يو چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت تل زموږ ولس ته پاملرنه او ستونزو ته يې پروخت رسېدنه کړې ده.
ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د ننګرهار ولایت د والي مرستیال ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د ولس حق دی ترڅو موږ ورته په هره برخه کې خدمات وړاندې کړو او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د هېواد ټولو ولایتونو ته په ځانګړې توګه محرومو او له اسانتیاوو څخه لرې سیمو ته ځانګړې پاملرنه لري.
