د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۹ - ۱۳:۴۴
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په مقر کې جوړه شوې وه، د یاد وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، د وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم، مرکزي رئیسانو او د مؤسساتو استازو ګډون کړی وو

د غونډې په پیل کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده  میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یادې غونډې د اهمیت په اړه خپله ارزښتناکه وینا وکړه او وویل: دا چې مخکې د پراختیايي شوراګانو له خوا پروژې پلې کیدې د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې دغه شوراګانې منحل او له دې وروسته به د کارونو د لا روڼتیا او د ستونزو د هوارولو په موخه د وزارت له لوري یو نوی میکانیزم جوړیږي ترڅو له دې لارې د اسلامي نظام په چوکاټ کې د نافذه اصولو سره سم خپل کارونه مخې ته یوسو.

دغه راز محترم وزیر صاحب زیاته کړه چې په هېواد کې تر ټولو لومړنی کار د اوبو کنټرول، انسجام او مدیریت دی او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت دا هوډ کړی څو ستاسو ستونزو ته پر وخت رسیدنه وکړي.

ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د مؤسساتو د استازو خبرې په غور واوریدې او غونډه د دعائیې په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۹:۸
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت خپل یو کلن فعالیتونه او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب نن له غرمې مخکې د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز په خبري کنفرانس کې د یاد وزارت یو کلن فعالیتونه او لاسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

BACK TO NEWS