داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نېټه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د تهیه او تدارکاتو ریاست ټولو د شرایط وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د اداري او خدماتو ریاست د اړتیا وړ ( (50) عراده هندا ډول جاپاني موټر سایکلونو او (50) عراده سوپر حماس او یا سوپر پامیر ډول او یا د دې مطابق چینايي موټر سایکلونو) د تهیه او تدارک داوطلبۍ بهیر کې چې – MRRD-12/ADD-11-MOF/KBL/G/NCB/1404 کوډ نمبر لرونکی دی ګډون وکړي، د شرطنامې یو نقل دې د 1404 کال د عقرب (لړم) میاشتې له 25 نیټې څخه د 1404 کال د قوس (لیندۍ) میاشتې تر 1 نیټې پورې د اجناسو تدارکاتو عمومي مدیریت څخه ترلاسه کړي او خپل آفرونه د تړون د درج شویو شرایطو سره سم په تړلي ډول د آفر سپارلو سره سم د 1404 کال د قوس میاشتې 1 نیټه شنبې ورځ د سهار په 11:00 بجو کابل ولایت، شپږمه ناحیه، دارالامان نیله باغ سړک، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، دریم پوړ، تدارکاتو ریاست، د غیر مشورتي اجناسو او خدماتو تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
ناوخته رسیدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
