په کونړ ولایت کې څه باندې د ۱ میلیون او ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت د یوه محافظوي دیوال د جوړولو کار بشپړشو

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري څه باندې د ۱ میلیون او ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت د یوه محافظوي دیوال د جوړولو کار د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ د ډنډۍ کلي د پراختیایي شورا په هڅه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه دیوال ۱۶۰ متره اوږدوالي او نږدې یو نیم متر لوړوالی لري. د نوموړې پروژې د کار په بهیر کې هره ورځ ۲۶ تنو ماهرو او غیر ماهرو کاریګروته کار پیدا شوی. له دې استنادي دیواله به ۴۰ کورنۍ ګټه اخلي.. د یادونې وړ ده چې دغه محافظوي دیوال په ۹۰ ورځو کې بشپړ او ۱۵۰ جریبه ځمکه د سیلاوونو په وړاندې له ویجاړیدو څخه ژغوري.