په کندهار کې له ۲۵ اړمنو کورنیو سره د څه باندې ۱۳۶ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو د بانکونو له لوري د کندهارولایت د تخته پل ولسوالۍ د فتح خان لوړ میل او زرداد په کلیو کې له ۲۵بیوزلو کورنیو سره څه باندې د ۱۳۶ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه. په دغه مرسته کې غنم، اوړه، وریجې او بوټونه شامل وو.