په زابل کې د څه باندې ۱۹۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۹ ښوونځیو د ودانیو جوړولو کارونه پیل شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د ۱۹۷میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳۹ ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې په زابل کې پیل شوې، چې د سیمې ۳۰ زره زده کوونکو ته به ښه درسي چاپیرل برابر کړي او د دې ترڅنګ به د دې ښوونځيو د ودانیو جوړولو په کاري بهیر کې ماهرو او غیرو ماهرو کاریګرو ته ۱۰۰ زره کاري ورځي رامینځته شي.