د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت کې د سولري تختو د کیفیت د ازمایښت لابراتوار پرانیستل شو

noor_admin
Sun, Nov 29 2026 10:49 AM
1

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اوبو رسولو پروژو کې د سولري سیستمونو د کیفیت، تخنیکي معیارونو او اعتبار د ډاډمنولو په موخه، د سولري تختو د کیفیت د ازمایښت لابراتوار نن د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم په شتون کې د دغه وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبد اللطیف منصور صاحب له خوا په رسمي ډول پرانیستل شو.

 

په دې لابراتوار کې د ږلۍ د اغېزو پر وړاندې د مقاومت ازمایښت  (Hail Impact Test)، د الکترو لومینسنس ازمایښت  (Electroluminescence Test)، د جریان او ولتاژ د منحني ازمایښت  (I-V Curve Test)، د لندبل په شرایطو کې د برېښنايي لیکج ازمایښت (Wet Leakage Test)  او د برېښنايي عایق د مقاومت ازمایښت (Insulation Resistance Test)  ترسره کېږي.

 

د دغو ازمایښتونو له لارې به د سولري تختو فزیکي مقاومت، داخلي نیمګړتیاوې، برېښنايي فعالیت او د عایق تخنیکي خوندیتوب وارزول شي، څو د کلیوالي اوبو رسولو پروژو لپاره د معیاري او باکیفیته سولري تختو د انتخاب او کارونې زمینه برابره شي.

 

د دغه لابراتوار فعالېدل به د سولري تجهیزاتو د کیفیت ارزونې بهیر له شفافیت، تخنیکي معیارونو او عادلانه رقابت سره لا پیاوړی کړي. همدارنګه، د سولري تختو د خپلواکې او معیاري ازموینې د زمینې په برابرېدو سره به د بازار د انحصار د مخنیوي، د غیرشفافو معاملاتو او احتمالي فساد د فرصتونو د محدودولو او ټولو وړ شرکتونو ته د مساوي فرصتونو د رامنځته کولو زمینه برابره شي. په دې توګه به د سولري تجهیزاتو بازار د سالم، شفاف او اصولي رقابت پر لور سوق شي او د شرکتونو ارزونه او انتخاب به د کیفیت، اعتبار او تخنیکي معیارونو پر بنسټ ترسره شي.

 

د دې لابراتوار جوړول د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د تخنیکي ظرفیتونو د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام دی، چې له مخې به یې د سولري تجهیزاتو د کیفیت کنټرول، د تدارکاتو د تخنیکي ارزونې او د کلیوالي اوبو رسولو پروژو د اغېزمنتیا او دوامدار فعالیت لپاره لا اغېزمنه زمینه برابره شي.

Latest news

Mon, Aug 31 2026 7:43 AM
Background image

Coordination meeting held with representatives of institutions by the Ministry of Rural Rehabilitation and Development

A coordination meeting, led by His Excellency Al-Hajj Mullah Abdul Latif Mansour, Minister of Rural Rehabilitation and Development, was held this morning with representatives of. . .

Sun, May 17 2026 9:01 AM
Background image

The Honorable Minister of Rural Rehabilitation and Development met with the Ambassador of China and his accompanying delegation.

Honorable Alhaj Mullah Abdul Latif Mansoor, Minister of Rural Rehabilitation and Development, met today in his office with Mr. Zhao Xing, the Ambassador of China to Afghanistan, along. . .

Sun, May 10 2026 9:05 AM
Background image

A coordination meeting with representatives of institutions was held by the Ministry of Rural Rehabilitation and Development

The coordination meeting, led by respected Alhaj Mullah Abdul Latif Mansour, Minister of Rural Rehabilitation and Development, took place this morning with representatives of various. . .

BACK TO NEWS