په فاریاب ولایت کې د اوبو رسولو یوې شبکې د کار له بهیر څخه څارنه ترسره شوه
د فاریاب ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست انجنیري او تخنیکي ټیم د دغه ولایت د قرمقول ولسوالۍ په حلیم مخدوم کلي کې د اوبو رسولو یوې شبکې د کار له بهیر څخه چې د (۱۴۷) زره امریکایي ډالر په لګښت پلې کیږي، لیدنه ترسره کړه.
په یاده شبکه کې د (۸۰) مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د (۴۰) متر مکعب په وړتیاوو د پاکو اوبو د یوي ذخیري جوړول، د (۹۱۳۳) مترو په اوږدوالي پايپ غځول شامل دي.
د دې شبکې د کار په بهیر کې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې او په بشپړیدو سره به یې د نوموړي کلي (۴۵۶) کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
