د تړون ورکولو د پریکړې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
په دې توګه د ملي تدارکاتو د ۱۵/۱۲/۱۴۴۷ نیټې د ۲۰۰۷۲ شمیره خبرتیا په تعقیب ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري ترڅو د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ په کوتیا کلي کې د (۴،۴۳۶) کیلومتره سړک او آبرو ساختمانونو د جوړولو تړون چې MRRD/1405/NCB/W-437 تشخیصیه نمبر لرونکی دی ، د ۷۳۸۴۰ نمبر جواز لرونکی د خلیل مروت ساختماني او لوژستیکي خدماتو شرکت ته په ټولیز ډول ۲۴،۳۲۲،۳۸۰ ( څلورویشت میلیون درې سوه دوه ویشت زره درې سوه اتیا افغانۍ) اعطا کړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په یاده برخه کې هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره په لیکلې بڼه د دې اعلان له خپریدو څخه تر (۵) کاري ورځو پورې نیله باغ سړک، دارالامان، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د تړون لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته یادې شوې نیټې او د وروستي قانوني طی مراحل تر بشپړیدو به تړون لاسلیک نشي.
