په کندهار کې د څه باندې د ۳میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک د پاکو اوبو د شبکې د جوړولو کار، پیل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري څه باندې د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک د پاکو اوبو د شبکې د جوړولو کار د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د شین ګل اکا په کې پیل شو. یاده پروژه د اوبو د دریو زیرمو لرونکي ده چې د څلورو میاشتو په اوږدو کې به بشپره شي او ۱۷۸ کورنۍ به ترینه اخلي.