د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

noor_admin
Mon, Aug 24 2026 3:35 PM
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت د والي له مرستیال مولوي رحیم الله محمود، د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئيس الحاج مولوي محمود ثاني، سپین ږیرو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د هلمند ولایت د والي مرستیال په یاد ولایت کې د پراختیايي پروژو په اړه محترم وزیر صاحب ته معلومات ورکړل او وویل: مونږ ډېر خوشحاله يو چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت تل زموږ ولس ته پاملرنه او ستونزو ته يې پروخت رسېدنه کړې ده، او خپلې شته ستونزې محترم وزیر صاحب سره شریکې کړې.

ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: مونږ د هېواد ټولو ولایتونو ته په ځانګړې توګه محرومو او له اسانتیاوو څخه لرې سیمو ته ځانګړې پاملرنه لرو، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت به د خپل شته امکاناتو سره سم په هلمند ولایت کې لا زیاتې پراختیايي پروژې پلې کړي.

Latest news

Sun, May 17 2026 12:31 PM
Background image

The Honorable Minister of Rural Rehabilitation and Development met with the Ambassador of China and his accompanying delegation.

Honorable Alhaj Mullah Abdul Latif Mansoor, Minister of Rural Rehabilitation and Development, met today in his office with Mr. Zhao Xing, the Ambassador of China to Afghanistan, along. . .

Sun, May 10 2026 12:35 PM
Background image

A coordination meeting with representatives of institutions was held by the Ministry of Rural Rehabilitation and Development

The coordination meeting, led by respected Alhaj Mullah Abdul Latif Mansour, Minister of Rural Rehabilitation and Development, took place this morning with representatives of various. . .

Tue, Apr 28 2026 8:37 AM
Background image

Coordination Seminar of Central and Provincial Directors Concludes

The three-day coordination seminar for central and provincial directors of the Ministry of Rural Rehabilitation and Development concluded today with a speech by the honorable Al-Haj. . .

BACK TO NEWS